په افغانستان کې دې د انجونو ښونځي پرانستل شي
مولوي کبیر هم په افغانستان کې د ملګروملتو ملتو دنمایندګۍ د مرستیال دڅرګندونو په غبرګون کې ووئيل، مونږ د انجونو دزده کړې مخالفان نه یوو.
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستیالۍ ددفتر مرستیال مارکوس پوټزل یو ځل بیا په دغه هیواد کې د انجونو دښونځیو د بشپړ پرانستل کیدا غوښتنه وکړه.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، مارکوس پوټزل پرون په کابل کې د افغانستان د طالبانو د حکومت له مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنې کې ووئیل، دافغانستان د انجونو ښونځي او پوهنتونونه باید زرتر زره پرانیستل شي او دا ددغه هیواد د ولس په ګټه ده .
مولوي کبیر هم په افغانستان کې د ملګروملتو ملتو دنمایندګۍ د مرستیال دڅرګندونو په غبرګون کې ووئيل، مونږ د انجونو دزده کړې مخالفان نه یوو.
د افغانستان د طالبانو د حکومت دمرستیال ددفتر د اعلامیې په اساس ، مارکوس پوټزل په دغې کتنې کې وئيلي ، په افغانستان کې دملګروملتو د نمایندګۍ یا یوناما ماموریت تر یوه بل کال لپاره تمدید شوی دی.
مولوي کبیر هم د ملګروملتو د یوناما له خوا د په کابل کې د بهرنیو سفارتونو دپرانیستل کیدا لپاره د وړاندیز هرکلی او قدرونه کړې ده.