د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو پرانیستلو نېټه معلومه شي
Mar 24, 2023 12:42 Asia/Kabul
د افغان سولې په چارو کې د امریکا مخکيني استازي زلمي خلیلزاد ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید په نږدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو نېټه معلومه كړي.
خلیلزاد تېره شپه په خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، ښځو او نجونو ته د ثانوي او پوهنتوني زدهکړو د لاسرسي اجازې نه ورکول، نه یوازې ظالمانه عمل دی، بلکې د دوی هغه حقونه تر پښو لاندې کوي، چې اسلام ورکړي دي.
خلیلزاد دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما) مرستیال هم د ریاست الوزراء له سياسي مرستيال سره په لیدنه کې، یو ځل بیا د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازو پرانیستلو غوښتنه کړې وه.
ټیګونه