افغانستان کښې واورو او بارانونو درې کسان وژلي
شفقنا خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په اوو ولایتونو کښې د سختو واورو او بارانونو له کبله د دریو کسانو د مړ کیدا خبر ورکړ.
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د پیښو د وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په هیواد کښې د سختو وارو او بارانونو له کبله رسیدلیو تاوانونو او مرګ ژوبلو ته په اشارې سره وویل په اوو ولایتونو کښې د سختو واورو او بارانونو له کبله درې کسان مړه شوي او اوه نور ژوبل شوي دي.
هغه وویل چې د دغو سختو بارانونو او واورو له کبله په افغانستان کښې اوه سوه شپږپنځوس ودانۍ هم ورانې شوي دي او زیاته یې کړه د تیرې سه شنبې ورځ د زلزلې د وژل شویو کسانو شمیر لسو او د ژوبلو شمیر هم شپیتو ته ورزیات شوی دی.
رحیمي وویل چې په دغه زلزلې کښې څه د پاسه اته سوه کورونو ته تاوانونه رسیدلي او هغه په بشپړه ډول تباه شوي دي.