طالبان دډيپلوماټيکونمایندګیو د مسئولیت په ترلاسه کولوپسې دي
د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت اعلان کړی دی ،د حکومت یوه پلاوي د تاجیکستان په بدخشان ولایت دافغانستان د کنسولګرۍ کتنه کړې ده .
د افغانستان د طالبانو موقته حکومت وائي ،تر اوسه پورې ئې څوارلسو هیوادونو ته خپل سیاسی نمایندګان لیږلي دي او هڅه کوي ، دافغانستان د نورو سفارتونو مسئولیتونه هم په کنټرول کې واخلي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد ددې خبرې په کولو سره چې دغه حکومت د ایران ،ترکیې ،پاکستان ،روسیې،چین،قزاقستان پشمول څوارلسو هیوادونو ته خپل ډيپلوماټان لیږلي دي ،ووئيل، هڅه کوو، دافغانستان دنورو سفارتونو مسئولیّتونه هم پخپل لاس کې و اخلو.
په عین حال کې د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت اعلان کړی دی ،د حکومت یوه پلاوي د تاجیکستان په بدخشان ولایت دافغانستان د کنسولګرۍ کتنه کړې ده .
په عین حال کې په دوشنبې کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر چې د پخواني حکومت له خوا ګمارل شوی ؤ ،وائي ،د تاجیکستان په بدخشان کې د افغانستان د کنسولګرۍ په چارو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. هغه مدعي شوی چې د طالبانو د حکومت د حکومت په وړاندې د تاجیکستان د حکومت دریځ شفاف او له ابهام لیرې دی.