هېڅ هېواد د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130218-هېڅ_هېواد_د_طالبانو_حکومت_د_رسمیت_پېژندنې_پلان_نه_لري
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره وايي، د نړۍ هېڅ هېواد اوسمهال پلان نه لري، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
(last modified 2023-03-28T03:02:51+00:00 )
Mar 28, 2023 07:28 Asia/Kabul
  • هېڅ هېواد د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره وايي، د نړۍ هېڅ هېواد اوسمهال پلان نه لري، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وايي، که څه هم یو شمېر هېوادونو په دې وروستیو کې د طالبانو استازو ته د افغانستان په سفارتونو کې ځای ورکړی، خو هغې وویل، هېڅ هېواد هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري.

مېرمن ډیکر چې پرون له یو شمېر افغان ښځینه خبریالانو سره په آنلاین غونډه کې خبرې کولې، دې پوښتنې ته چې آیا امریکا به د دې هېوادونو لاره تعقیقب کړي که نه، په ځواب کې وویل چې متحدایالات داسې یو پلان نه لري.

هغې زیاته کړه: "موږ له ټولو دې هېوادونو اورېدلي دي چې دوی پلان نه لري د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني. زما درک دا دی چې زما د خپل هېواد په ګډون داسې کوم هېواد نه شته، چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان ولري. نو که طالبان له نورې نړۍ سره ښه اړیکې غواړي، باید د خپل هېواد له ښځو او نارینه وو سره ښه اړیکې ولري."