ننګرهار کښې زرګونواړمنو کورنیو سره ملیونونه افغانۍ  نغدي مرسته وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130286-ننګرهار_کښې_زرګونواړمنو_کورنیو_سره_ملیونونه_افغانۍ_نغدي_مرسته_وشوه
ځایي چارواکي وایي د دې ولایت په بېلابېلو سیموکې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکیو او نغدو پیسو مرستې روانې دي
(last modified 2023-03-29T03:32:47+00:00 )
Mar 29, 2023 07:54 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې زرګونواړمنو کورنیو سره ملیونونه افغانۍ  نغدي مرسته وشوه

ځایي چارواکي وایي د دې ولایت په بېلابېلو سیموکې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکیو او نغدو پیسو مرستې روانې دي

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار داطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشی چې د ولایتي ادارې په استازیتوب له رسنیو سره خبرې کوي وایي د دې ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغونې  ریاست له لورې د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان په مالي مرسته د بهسودو ولسوالۍ څه باندې اته زره کورنیو سره نږدې دیرش ملیونه افغانۍ مرسته ترسره شوه.

د نوموړي پر وینا هرې کورنۍ ته درې زره اوه سوه افغانۍ ورکړې شوې، مولوي صدیق الله قریشي وویل دملګرو ملتونو په مرسته دننګرهارولایت په بېلابېلو سیموکې له اړمنو او بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکیو او نغدو پیسو دویش لړې روانه ده.ددې ولایت استوګن هم ددې مرستو ترلاسه کولو له امله خوشحاله دي خو وایي دویش په پروسه کې يې باید پر شفافیت لا ټینګار وشي. په ننګرهارکې زرګونه کورنۍ دا نغدي مرستې داسې مهال تر لاسه کوي چې دملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د کمښت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ښایي ملیونونه اړمنې کورنۍ  له مرستو بې برخې شي.