طالبانو د روسیې د ملګرتیا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130764-طالبانو_د_روسیې_د_ملګرتیا_غوښتنه_وکړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان طالبانو د کابل له حکومت سره د روسیې د کورنیو چارو د وزارت له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې د ادارې د ملګرتیا غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-04-06T23:08:44+00:00 )
Apr 07, 2023 01:11 Asia/Kabul
  • طالبانو د روسیې د ملګرتیا غوښتنه وکړه

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان طالبانو د کابل له حکومت سره د روسیې د کورنیو چارو د وزارت له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې د ادارې د ملګرتیا غوښتنه وکړه.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې د ادارې مرستیال ملا عبدالحق اخوند په کابل کښې د روسیې له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې د ادارې له استازي اولیګ مایونوف سره په کتنه کښې وویل کابل له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې په زمینه کښې له روسیې سره ملګرتیا کولو ته دلچسپۍ لري.

افغانستان د نړۍ د نشه ئیزو موادو تر ټولو ستر او اصلي تولیدونکی دی او په دغه هیواد کښې څه د پاسه څلور میلیونه خلک په نشو روږدي دي او څه د پاسه پینځه لکه کسان د کوکنارو په کر، تجارت او د نشه ئیزو موادو په قاچاق کښې لاس لري.

د روسیې له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې د ادارې استازي اولیګ مایونوف هم له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې په زمینه کښې له افغانستان سره د ملګرتیا لپاره د ماسکو چمتووالی اعلان کړ.