ازبکستان افغانستان ته ۱۸۵ ټنه انساني مرستې ولیږلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131606-ازبکستان_افغانستان_ته_۱۸۵_ټنه_انساني_مرستې_ولیږلې
ازبکستان د اوړو، غنمو، غوړو، ماکاروني، کنسرو، شکرې او نورو خوراکي موادو په شمول ۱۸۵ ټنه توکي چمتو کړي او لیږلي یې دي
(last modified 2023-04-20T06:02:10+00:00 )
Apr 20, 2023 10:26 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

ازبکستان د اوړو، غنمو، غوړو، ماکاروني، کنسرو، شکرې او نورو خوراکي موادو په شمول ۱۸۵ ټنه توکي چمتو کړي او لیږلي یې دي

ازبکستان د اوړو، غنمو، غوړو، ماکاروني، کنسرو، شکرې او نورو خوراکي موادو په شمول ۱۸۵ ټنه توکي چمتو کړي او لیږلي یې دي

له تاشقنده د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، له افغانستان سره د ازبکستان انساندوستانه مرستې له «ترمذ» ښاره «حیرتان» ته ولیږدول شوې چې په کښې ۴۸ ټنه اوړه، ۴۸ ټنه غنم، ۱۵.۷ ټنه غوري، څه باندې ۱۰ زره د غوښې کنسرو، ۲۲ ټنه ماکاروني، ۲۴ ټنه چیني یا شکره شامل دي او یو لاک خوراکي بستې ترې جوړې شوې دي.

د افغانستان چارواکو د روژې په مبارکه میاشت کښې د ازبکستان  د خلکو له مرستو په قدرونې سره د دغه هیواد له چارواکو سره، د دواړو هیوادونو د سیمې ترمینځ د تجارتي، اقتصادي او انساني ملګرتیا د پراختیا لپاره خبرې اترې وکړې.