د افغانستاني ښاریزو وړومبۍ ډله له سوډانه ووتله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131976-د_افغانستاني_ښاریزو_وړومبۍ_ډله_له_سوډانه_ووتله
د طالبانو د خارجه وزارت د اعلان له مخې، د افغانستاني ښاریزو وړومبۍ ډله له سوډانه وتلې او سعودي عربستان ته منتقله شوه
(last modified 2023-04-27T06:39:19+00:00 )
Apr 27, 2023 11:06 Asia/Kabul
  • د افغانستاني ښاریزو وړومبۍ ډله له سوډانه ووتله

د طالبانو د خارجه وزارت د اعلان له مخې، د افغانستاني ښاریزو وړومبۍ ډله له سوډانه وتلې او سعودي عربستان ته منتقله شوه

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستاني ښاریزو وړومبۍ ډله د عربستان په مرستې سره له سوډانه ووتله.

د طالبانو خارجه  وزارت ویلي چې دغې ډلې له افغان ښاریزو غوښتي چې په لنډمهاله توګه د عربستان جدي ښار ته منتقل شي خو د دغو کسانو کره شمیر نه دی معلوم.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همداشان زیاته کړې چې ټاکل شوې ژغورل شوي کسان له جدې نه افغانستان ته ستانه کړی شي.

دغې وزارتخانې ډاډ ورکړی چې په سوډان کښې د ګیر شویو افغان ښاریزو د ژغورنې لپاره به خپل ټول توان وکاروي.

د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي څو ورځې مخکښې ویلي وو چې د افغانستان ۱۲۰ تنه ښاریز د سوډان په جنګ کښې ګیر شوي دي.

په سوډان کښې د اپریل له پنځلسمې نیټې څخه د دغه هیواد د پوځ او «د چټک ملاتړ ځواکونو» ترمینځ نښتې پیل شوې دي چې له امله یې تراوسه سلګونه تنه مړه او ژوبل شوي دي.

ښکیل لوري د ۳ ورځني اوربند په سر موافقې ته رسیدلي دي او د نړۍ مختلف هیوادونه هڅه کوي چې په دې فرصت کښې خپل ښاریز له سوډانه وباسي.