د کابل د کارګرانو شکایت:بیکاري اوج ته رسیدلې ده
د کارګر په نړیواله ورځ یوشمیر افغان کارګرانو په پلازمینه کابل کښې د کار له نشتوالي په شکایت سره وویل چې په افغانستان کښې بې روزګاري خپل اوج ته رسیدلې ده.
د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې افغان کارګران وايي چې د بې کارۍ په وجه له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي او د طالبانو حکومت باید د افغانستان د خلکو لپاره د کار زمینه برابر کړي.
د صدیق ا... په نامه یو افغان کارګر وویل: کله کله ټوله ورځ کار نه پیدا کیږي او کله هم چې تر شپې پورې کار وکړو نو سل افغانۍ هم نه کیږي.
په کابل کښې کارګران چې له سهار نه تر ماسخوتنه د کار په تمه وي، وايي چې زیاتره وتونه تش لاس کور ته ستنیږي.
دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو او د اقتصادي چارو وزارتخانې مدعي دي چې په مختلفو برخو کښې د افغانستان د ټولو ښاریزو لپاره د کار زمینه برابر شوې ده. د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ژمنه کړې چې د سترو اقتصادي پروژو په پیلولو او د ټولو نیمګړ پروژو د کار په شروع کولواو هم داشان د وړو او متوسطو صنایعو په پیاوړې کولو سره به د افغان ښاریزو لپاره د کار زمینه برابر کاندي.
په ۲۰۲۲ کال کښې د کار د نړیوال سازمان رپورټ ویلي چې په افغانستان کښې ۹ لاکه کسان بې روزګاره شوي دي چې د اقتصاد وزات لخوا د ښځو د کار له ځنډیدو وروسوته د بېکاره خلکو شمیر له دې هم زیات شوی دی.