له سوډان څخه ۴۳ افغانان ایستل شوي
May 02, 2023 08:44 Asia/Kabul
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سوډان څخه سعودي عربستان ته د ۴۳ افغانانو د ایستلو خبر ورکړی دی.
د هشت صبح ورځپاڼې د خبر له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمدتکل په یو لړ ټوېټونو کې ویلي، چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو د را ایستلو لپاره په دویم ګام کې، سعودي عربستان ته دغه شمېر افغانان لېږدول شوي دي.
د ضيا احمد په وينا، د افغانستان ژغورل شوي وګړي، له سوډانه د جدې ښار ته لېږدول شوي او د لنډ وخت لپاره ددغه ښار په هوټلونو کې ځاى پر ځاى شوي ، چې دوی به ډېر ژر افغانستان ته ولېږدول شي.
طالبانو تر دې مخکې له سوډان څخه سعودي عربستان ته د افغان وګړو د لومړۍ ډلې د ایستلو خبر کړی و.
ټیګونه