د رسنیو ازادی ته ژمن یو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132316-د_رسنیو_ازادی_ته_ژمن_یو
د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعات او فرهنګ د وزارت چارواکو په کابل کې د رسنیو د ازادی د نړیوالې ورځې په مراسمو کې اعلان وکړ چي د ملي او اسلامي چوکاټ کې د رسنیو ازادی ته ژمن دي.
(last modified 2023-05-03T20:55:42+00:00 )
May 04, 2023 01:24 Asia/Kabul
  • د رسنیو ازادی ته ژمن یو

د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعات او فرهنګ د وزارت چارواکو په کابل کې د رسنیو د ازادی د نړیوالې ورځې په مراسمو کې اعلان وکړ چي د ملي او اسلامي چوکاټ کې د رسنیو ازادی ته ژمن دي.

تېره ورځ په کابل کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې له خوا د رسنیو د ازادی د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډه هم رابللې وه، چې د طالبانو د اطلاعتو او کلتور د مسوولینو په ګډون ګڼ شمېر خبریالانو هم په کښې برخه اخیستې وه.

 په غونډه کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي وویل، چې دوی د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته درناوی لري.

 نوموړي وویل، د سرپرست حکومت لخوا په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ پر وړاندې هېڅ ګواښ نه دی متوجه او رسنۍ او خبریالانو په خپلو چارو کې خپلواک دي.

عزیزي همدارنګه یادونه وکړه چي د رسنیو پورې د اړوندو ستونزو د هوارولو په لړ کې هلې ځلې روانې دي.

په افغانستان کې د ورځپاڼو د خبریالانو د اتحادیې مشر حجت اله مجددي هم په غونډه کې په ګډون سره، وویل: د طالبانو د سرپرست حکومت سره د همږغی په نتیجه کې معلوماتو ته د لاسرسی ستونزه هواره شوې ده.