یوې زورورې زلزلې بدخشان، کابل او یو شمېر ګاونډي ولایتونه ولړزول
May 04, 2023 01:30 Asia/Kabul
د زلزلې د نړیوالو معلوماتو له مخې د دغې زلزلې شدت ۵.۳ (ریشتر) و او د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې د ځمکې لاندې ۱۳۹ کیلومترۍ ژوروالې یې مرکز بلل شوی دی.
دا زلزله نن د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۲۱ بجو وشوه. چي د پاکستان په شمال ختیځ کې هم احساس شوې ده.
تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د افغانستان شمال ختيځ او مرکزي ولايتونه د ډېرو زلزلو شاهدان دي، چې لسګونه کسان يې وژلي او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي.
ټیګونه