طالبان دې په افغانستان کې ترهګرو سره مبارزه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132526-طالبان_دې_په_افغانستان_کې_ترهګرو_سره_مبارزه_وکړي
د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ ویلي، هېواد یې له طالبانو غواړي چې د تروریزم او او تروریستي ډلو په وړاندې جدي مبارزه وکړي.
(last modified 2023-05-07T21:45:50+00:00 )
May 08, 2023 02:14 Asia/Kabul
  • طالبان دې په افغانستان کې ترهګرو سره مبارزه وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ ویلي، هېواد یې له طالبانو غواړي چې د تروریزم او او تروریستي ډلو په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ تېره ورځ په اسلام‌اباد کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان مقتي سره په کتنه کې ټروریزم سره د مبارزې په ضرورت ټینګار کړی دی.

ګانګ ویلي، طالبان دې د ختیځ ترکستان اسلامی غورځنګ په ګډون د تروریستي ډلو په وړاندې مبارزه وکړي او په افغانستان کې د چین د وګړو او اداراتو خوندیتوب تضمین کړي.

د تېر کال په ډیسمبر میاشته کې د کابل په شهرنو کې د داعش د ترهګرې ډلې له لورې په یوه هوټل برید وشو، چې یو شمېر  چینایي وګړو ته په کښې مرګژوبله واوښته.