افغانستان کې د میرمنو د رواني ناروغیو دوه مرکزونه فعال شوي
May 08, 2023 10:07 Asia/Kabul
د افغانستان په لوګر ولايت کې د هېواد مؤسسې په ۱۴۱ زره امریکايي ډالرو مالي لګښت د ښځو د روانې ناروغیو د درملنې دوه مرکزونه فعاله شول.
افغانستان کې د میرمنو د رواني ناروغیو دوه مرکزونه فعال شوي
د افغانستان په لوګر ولايت کې د هېواد مؤسسې په ۱۴۱ زره امریکايي ډالرو مالي لګښت د ښځو د روانې ناروغیو د درملنې دوه مرکزونه فعاله شول.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس حافظ سعیدالرحمن قادري وویل، په لوګر ولایت کې په رواني ناروغیو د اخته میرمنو د درملنې لپاره یې د هڅو په پایله کې د هېواد مؤسسې په مرسته یاد مرکزونه فعال کړل.
نوموړی وایي، ياد مرکزونه مېرمنو ته ځانګړي شوي خو په کې د نارینه وو لپاره هم د عامه پوهاوي یوه برخه ځانګړې شوې ده.
ټیګونه