طالبان مدعي شول چې په افغانستان واکمن حکومت پراخ بنسټه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132678-طالبان_مدعي_شول_چې_په_افغانستان_واکمن_حکومت_پراخ_بنسټه_دی
د طالبانو خارجه وزیر د نړۍ د هیوادونو د غوښتنو په ځواب کښې وویل چې د دغې ډلې سرپرست حکومت ټول شموله دی او د افغانستان ټول قومونه په کښې ونډه لري.
(last modified 2023-05-10T07:48:31+00:00 )
May 10, 2023 12:17 Asia/Kabul
  • طالبان مدعي شول چې په افغانستان واکمن حکومت پراخ بنسټه دی

د طالبانو خارجه وزیر د نړۍ د هیوادونو د غوښتنو په ځواب کښې وویل چې د دغې ډلې سرپرست حکومت ټول شموله دی او د افغانستان ټول قومونه په کښې ونډه لري.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، امیر خان متقي د افغانستان، پاکستان او چین د خارجه وزیرانو له درې اړخیزې غونډې وروسته  په اسلام آباد کښې د افغانستان په سفارت کښې په یولړ دستورو کښې وویل چې چې د دغې ډلې لنډمهاله حکومت ټول شموله دی او د افغانستان ټول قامونه په کښې ونډه لري.

امیر خان متقي په دغو مراسمو کښې وویل: که ټول شموله په دې معنا وي چې یو وزیر د فرانسې په فرمایش راشي او بل د امریکې په فرمایش او بل د یو بل حکومت په غوښتنه، نو دا ډول ټول شموله مونږ نه شو منلې خو که په دې معنا وي چې د افغانستان د ټولو سیمو افغانان په کښې نمایندګي وکړي نو دا ډول ټول شموله حکومت موجود دی.

هغه زیاته کړې ده چې د یادو دریو هیوادونو ترمینځ غونډه کښې د افغانستان له اوسني حکومت سره د تعامل په اهمیت هم خبرې اترې شوې دي.

د طالبانو خارجه وزیر له نړۍ غوښتي دي چې د افغانستان مسائلو ته وړومبیتوب ورکړي. هم داشان له افغانستانه غوښتنه شوې ده چې د افغانستان د ښاریزو په تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابر کړي.

هغه د سیمه ایزو بیخ بینايي پروژو په عملي کیدو هم ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې د نړۍ هیوادونو په رسمیت د طالبانو د حکومت د پيژندلو یو شرط، د پراخ بنسټه جوړښت رامینځته کول اعلان کړي دی.