په هندوستان کښې د افغانستان د سفیر برخلیک معلوم نه دی
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی په هندوستان کښې د افغانستان د سفارت کارکونکو د طالبانو استازی په نوي ډیلي کښې د ډپیلوماټیک دفتر د شارډز افیر په توګه قبول نکړ.
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پرون وویل چې په هندوستان کښې د افغانستان د سفارت یو پخوانی کارکونکی یې د شارډز افیر په توګه معرفي کړی دی.
د هندوستان رسنیو د نوي ډیلي لخوا د طالبانو د دغه استازي د منل کیدا خبر ورکړی و.
خو په هندوستان کښې د افغانستان د نوي سفیر د ټاکلو لپاره د طالبانو د خارجه وزارت له هڅې سره سره په نوي ډیلي کښې د افغانستان د سفارت کارکونکو اجازه ورنکړه چې د طالبانو معرفي شوی سفیر د سفارت د اداره کولو کار پرغاړه واخلي.
د طالبانو خارجه وزارت په نوي ډیلي کښې د افغانستان پخوانی سفیر فرید ماموندزی څنګ ته کړی او د سفارت یو کارکونکی یې د نوي سفیر په توګه معرفي کړی دی.
طالبانو ویلي دي چې ماموندزي ته یې حکم ورکړی دی چې په نوي ډيلي کښې د افغانستان له سفارت ووځي.
په نوي ډيلي کښې د افغانستان د سفارت کارکونکو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د فرید ماموندزي څنګ ته کیدل د رسنیو لخوا اوازه وبلله او ویې ویل دغه سفارت د تیر وخت په شان خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
په نوي ډیلي کښې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی هم په تیرې یکشنبې ورځ له خپلې څوکې څخه د څنګ ته کیدا خبره له حقیقت څخه لیرې وبلله او هغه یې رد کړه.
هغه وویل زما د څنګ ته کولو بحث د مغرضو رسنیو لخوا یوه جوړه کړې شوي اوازه ده.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په نوي ډیلي کښې د افغانستان د سفیر د بدلولو لپاره د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت فیصلې ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او هغه یې د طالبانو داخلي مسله بللي ده.