هندوستان کښې د افغانستان سفارت په فساد تورن شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132958-هندوستان_کښې_د_افغانستان_سفارت_په_فساد_تورن_شو
په داسې حال کښې چې په هندوستان کښې د افغان کډوالو استازو د سفارت په ځینو کارکوونکو باندې د فساد تور پورې کړی خو په نوي ډیلي کښې د افغانستان سفیر دا موضوع بې بنیاده وبلله.
(last modified 2023-05-16T06:25:35+00:00 )
May 16, 2023 10:31 Asia/Kabul
  • هندوستان کښې د افغانستان سفارت په فساد تورن شو

په داسې حال کښې چې په هندوستان کښې د افغان کډوالو استازو د سفارت په ځینو کارکوونکو باندې د فساد تور پورې کړی خو په نوي ډیلي کښې د افغانستان سفیر دا موضوع بې بنیاده وبلله.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، افغان استازو د طالبانو خارجه وزارت ته په یو لیک کښې، په هندوستان کښې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی، د دغه سفارت مالي او اداري مسئول ضیاء ا... هاشمي او د سیاسي برخې کارکوونکی ابراهیم شکیب په مالي او اداري فساد او خردبرد باندې تورن کړی دی.

په دغه لیک کښې راغلي دي: ماموندزی، هاشمي او ایازي په غیرقانوني توګه، د سفارتي ارزښتونو اپوټه او له کابل سره له غږملتیا پرته، د شپږو شپږو اپارتمانونو لرونکې دوه ودانۍ او د چمن په نامه یوه آزاده سیمه یو هندي شرکت ته په کراې ورکړې ده.

په هند کښې د استوګنو افغان کډوالو استازو هم داشان په دغه لیک کښې ویلي دي چې دغه تړون کابو دوه میاشتې اوږد شوی دی خو بیا په دغه هیواد کښې د دیره افغانانو له دباؤ سره مخامخ شو او بلآځره له هندي شرکت سره دوسیه جوړه شوه.

د دغه لیک د لیکونکو په وینا، هندي شرکت د جعل او فساد په وجه له فرید ماموندزي او ضیاء ا... هاشمي شکایت کړی او د یادې ځمکې د نیولو نیت لري.

دغو استازو زیاته کړه: په دې کار سره د افغانستان ډیپلماټیکه شتمني به خپل سفارتي موقعیت له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کښې دي چې په هندوستان کښې د افغان کډوالو استازي په نورو ډګرونو کښې هم د سفارت له کړنلارې راضي نه وو او د دغه سفارت د کارکوونکو ترمینځ د پراخ فساد خبره کوي.