افغانستان د شمال-جنوب کریډور د ګڼدلو لپاره ترټولو ښه ټاکنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133128-افغانستان_د_شمال_جنوب_کریډور_د_ګڼدلو_لپاره_ترټولو_ښه_ټاکنه_ده
د افغانستان د صنعت او تجارت د چارو وزارت سرپرست  نورالدین عزیزي  ووئیل،  دغه هیواد تیار دی څو په افغانستان کې  د پانګونې لپاره په تیره بیا د روسیې فیډریشن ،د سیمې  او اسلامی هیوادونو  د پانګونې لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي. 
(last modified 2023-05-20T02:53:22+00:00 )
May 20, 2023 07:20 Asia/Kabul
  • افغانستان د شمال-جنوب کریډور د ګڼدلو لپاره ترټولو ښه ټاکنه ده

د افغانستان د صنعت او تجارت د چارو وزارت سرپرست  نورالدین عزیزي  ووئیل،  دغه هیواد تیار دی څو په افغانستان کې  د پانګونې لپاره په تیره بیا د روسیې فیډریشن ،د سیمې  او اسلامی هیوادونو  د پانګونې لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي. 

د افغانستان  د طالبانو د موقته حکومت د صنعت او تجارت د وزارت سرپرست  دروسیې په  ۲۰۲۳ اقتصادی  ناستې ووئیل، دغه هیواد د شمال-جنوب کریډور د  وصلولو لپاره ترټولو ښه ټاکنه ده.

د افغانستان د صنعت او تجارت د چارو وزارت سرپرست  نورالدین عزیزي  ووئیل،  دغه هیواد تیار دی څو په افغانستان کې  د پانګونې لپاره په تیره بیا د روسیې فیډریشن ،د سیمې  او اسلامی هیوادونو  د پانګونې لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي. 

نورالدین عزیزي  د فعالیت د جواز ترلاسه کیدا او د داخلی او بهرنیو پانګوالو  د د لچسپۍ یادونه وکړه او ټينګار ئې وکړ، چې  دافغانستان ادارې د پانګونې د پیلیدا لپاره له دوي سره په تماس کې دي.

 دعزیزي په وینا،د هڅونکو پروګرامونو  داجرا په نتیجې کې په افغانستان کې د پانګونې او تجارت اندازه په اوڅاره توګه زیاته  شوې ده . او  واک ته د طالبانو د رسیدا له وخته تر دې دمه  ددغه هیواد صادارت تر یوسل شل فیصده زیات  شوي دي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د  صنعت او تجارت  وزیر د سیمې هیوادونو  ته بلنه ورکړه څو د افغانستان له لارې دې   خپل ټرانزیټي شیان او تجارت په آسانه او ارزان ډول منتقل کړي. نورالدین عزیزي  همداراز ووئیل، د امریکا بندیزونه د کابل  ماسکو دملګرتیا خنډ شوي او ضروري ده چې  افغانستان  ددغه هیواد دملت به ګټه له بندیزونو مستثنی شي.