ملګرو ملتونو یو ځل بیا د ښځو پر کاربندیز اندېښنه ښودلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133422-ملګرو_ملتونو_یو_ځل_بیا_د_ښځو_پر_کاربندیز_اندېښنه_ښودلې_ده
د ملګرو ملتونو د ښځو لپاره او همداراز د بشري مرستو د همغږۍ ادارو په خپلو جلا راپورونو کې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې له کاره د ښځو د منع کېدو پر دوام یو ځل بیا اندېښنه ښودلې ده.
(last modified 2023-05-25T08:27:53+00:00 )
May 25, 2023 11:48 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو یو ځل بیا د ښځو پر کاربندیز اندېښنه ښودلې ده

د ملګرو ملتونو د ښځو لپاره او همداراز د بشري مرستو د همغږۍ ادارو په خپلو جلا راپورونو کې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې له کاره د ښځو د منع کېدو پر دوام یو ځل بیا اندېښنه ښودلې ده.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د ښځو پر کاربندیز اندېښنه ښودلې ده

د ملګرو ملتونو د ښځو لپاره او همداراز د بشري مرستو د همغږۍ ادارو په خپلو جلا راپورونو کې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې له کاره د ښځو د منع کېدو پر دوام یو ځل بیا اندېښنه ښودلې ده.

دغه بنسټونه په دې باور دي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستو کمېدل به، تر ډېره د دغه هېواد ښځې او نجونې زیانمنې کړي.

 له بل لوري سرپرست حکومت بیا له نړۍوالو غواړي چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او په وینا یې دم‌ګړۍ په هغو برخو کې چې، د ښځو کار ته اړتیا ده، پر کار بوختې دي.