ځیني هیوادونه  دمهاجرت د بحران په زیاتولو پسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133568-ځیني_هیوادونه_دمهاجرت_د_بحران_په_زیاتولو_پسې_دی
په افغانستان کې د  جنګ او نیواکګرۍ  څه دپاسه څلورې لسیزې  له هیواده په   بهر او داخل کې  د میلیونونو افغان ښاریزو  دمهاجرت سبب شوي دي.
(last modified 2023-05-28T19:40:07+00:00 )
May 29, 2023 00:07 Asia/Kabul
  • ځیني هیوادونه  دمهاجرت د بحران په زیاتولو پسې دی

په افغانستان کې د  جنګ او نیواکګرۍ  څه دپاسه څلورې لسیزې  له هیواده په   بهر او داخل کې  د میلیونونو افغان ښاریزو  دمهاجرت سبب شوي دي.

د افغانستان د طالبانود حکومت د  مهاجرینو د چارو وزارت سرپرست ووئيل،ځیني هیوادونه  دافغانانو دمهاجرت د بحران په زیاتولو پسې دي، چې د تولو لپاره ستونزې رولاړې  کوي.

په افغانستان کې د  جنګ او نیواکګرۍ  څه دپاسه څلورې لسیزې  له هیواده په   بهر او داخل کې  د میلیونونو افغان ښاریزو  دمهاجرت سبب شوي دي.

زمونږخبریال راپور راکړ، د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت سرپرست  خلیل لارحمان حقاني پرون په کابل کې په یوې ناستې کې ووئيل،  بهرنیان  دې  د  زده کړې،کار او امنیت  په پلمو سرع  په افغانستان کې د مهاجرت د بحران د زیاتولو لپار هڅه نه کوي.

خلیل الرحمان حقاني  د  افغانستان د حالاتو په باب په دروغجنو پروپیګڼدو باندې د لویدیځي هیوادونو په تورنولو سره زیاته کړه ،  که  هڅه کوئ څو بیا په افغانستان کې د اور لمبې پورته شي، نو دا یو چټي خیال دی،ځکه افغانان نور له جنګونو ستړي شوي دي  او  داتحاد او آبادونې  په لاره کې ګامونه پورته کوي.

د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت سربرست ددې خبرې په کولو سره چې  همدااوس  په نورو هیوادونو کې  کابو اته میلیون افغان  مهاجر دي ، ووئيل، نړۍ  دې دخوراکي  مرستو په ځاي چې په افغانستان کې د سوالګرۍ   د پالنې سبب کیږي،  د کارکسب رامینځةکونې او بیخ بینائي پلانونو د اجرا لپاره ملګرتیا وکړي.دغه  طالب چارواکي پر افغان مهاجرینو غږ وکړ، افغانستان  ته دې په بیرته ستنیدا سره د خپل هیواد په آبادونې کې ونډه ولري.