ځیني هیوادونه دمهاجرت د بحران په زیاتولو پسې دی
په افغانستان کې د جنګ او نیواکګرۍ څه دپاسه څلورې لسیزې له هیواده په بهر او داخل کې د میلیونونو افغان ښاریزو دمهاجرت سبب شوي دي.
د افغانستان د طالبانود حکومت د مهاجرینو د چارو وزارت سرپرست ووئيل،ځیني هیوادونه دافغانانو دمهاجرت د بحران په زیاتولو پسې دي، چې د تولو لپاره ستونزې رولاړې کوي.
په افغانستان کې د جنګ او نیواکګرۍ څه دپاسه څلورې لسیزې له هیواده په بهر او داخل کې د میلیونونو افغان ښاریزو دمهاجرت سبب شوي دي.
زمونږخبریال راپور راکړ، د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت سرپرست خلیل لارحمان حقاني پرون په کابل کې په یوې ناستې کې ووئيل، بهرنیان دې د زده کړې،کار او امنیت په پلمو سرع په افغانستان کې د مهاجرت د بحران د زیاتولو لپار هڅه نه کوي.
خلیل الرحمان حقاني د افغانستان د حالاتو په باب په دروغجنو پروپیګڼدو باندې د لویدیځي هیوادونو په تورنولو سره زیاته کړه ، که هڅه کوئ څو بیا په افغانستان کې د اور لمبې پورته شي، نو دا یو چټي خیال دی،ځکه افغانان نور له جنګونو ستړي شوي دي او داتحاد او آبادونې په لاره کې ګامونه پورته کوي.
د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت سربرست ددې خبرې په کولو سره چې همدااوس په نورو هیوادونو کې کابو اته میلیون افغان مهاجر دي ، ووئيل، نړۍ دې دخوراکي مرستو په ځاي چې په افغانستان کې د سوالګرۍ د پالنې سبب کیږي، د کارکسب رامینځةکونې او بیخ بینائي پلانونو د اجرا لپاره ملګرتیا وکړي.دغه طالب چارواکي پر افغان مهاجرینو غږ وکړ، افغانستان ته دې په بیرته ستنیدا سره د خپل هیواد په آبادونې کې ونډه ولري.