په ټول افغانستان کښې د پولیو د خوریدو اندیښنه شته
د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ بسپنې(یونیسف) د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کښې د پولیو نارغوۍ له خوریدو د اندیښنې په ښودلو سره، په دغې سیمې کښې د ماشومانو له ګوذڼه د مخنیوي د واکسینیشن د طرحې د پیلیدو خبر ورکړ.
آوا خبري آژانس لیکلي دي، د یونیسف له خوا له پولیو سره د مبارزې د پروګرام مسئول سید کمال شاه وايي: له دې چې ننګرهار د پاکستان په لار کښې پروت دی او د تورخم له سرحدي لارې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د خلکو تګ راتګ ډیر دی، د پولیو وایرس د انتقال او خوریدو امکان اندیښمنوونکی دی.
سید کمال شاه زیاته کړه چې یونیسف د خپلو انډیوالو(د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوال سازمان) په مرسته، د دې حالت د کنټرولولو لپاره یولړ اقدامات په پام کښې لري چې یو په کښې، د سږ کال د جون په دولسمه نیټه د افغانستان په ختیځو سیمو کښې د پولیو د مخنیوي د واکیسنیشن د کمپین پیلول دي.
په دې پړاؤ کښې به کابو ۱۱ میلیون ماشومانو ته واکسین ورکړی شي.
سید کمال شاه په عین حال کښې د ماشومانو د ګوذڼ ناروغۍ په مخنیوي کښې د والدینو په مهم رول تاکید وکړ او ورڅخه یې غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د ګوذڼ ناروغۍ څخه د مخنیوي څاڅکي خامخا ورکړي.
د ویلو ده چې پولیو یوه وایرسي ناروغني ده چې له یو نه بل کس ته هم لګي.