Jun 01, 2023 04:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان د غور ولایت کاری میرمنې د لاسي صنائعو لپاره د بازار غوښته کوي

دوي له حکومت او موسیسو غواړي چې د ښځو د تولیدي او لاسي صنایعو د بیاځلي غوړېدا لپاره عملي او مثبت اقدام وکړي، څو هغوی وکولی شي چې له خپل هنر نه په استفادې د عاید ترڅنګ دغه صنعت وساتل شي او له یوه نسله بل ته دوام وکړي.

 د افغانستان خبرو سرچینو راپور ورکړیو  دافغانستان په غور ولایت کې یو شمېر د لاسي صنایعو تولیدوونکې ښځې د خپلو توکو د پلور کچې کمېدو خبره کوي او له حکومته د ملاتړ په  غوښتنې سره وائي، د تولیداتو لپاره ئې باید بازارموندنه وشي.

په غور کې د لاسي صنایعو تولېدونکې میرمنې وائي ، د اوسني نظام په راتلو سره په دغه ولایت کې له دغو ښځو څخه نه حکومتي او نه هم غیرحکومتي بنسټونو ملاتړ کړی او د هغوی لاسي صنایع کمرنګه شوي دي.

دوي وائي مخکې ځینې موسسې لکه اهدا، افغان ایډ او کله هم د کلیو پراختیا ریاست د کلیوالو ښځو پروګرام له لورې او همداراز د ښځو چارو ریاست، د ښځو غږ او ځینو نورې موسسې وې چې ښځینه لاسي‌ګنډونکو ته ئې وسایل ورکول، مالي ملاتړ به ئې کاوه، نندارتونونه به ئې جوړول، زمونږ د لاسي صنایعو د پلور زمینه یې برابروله، خو اوس چې نظام بدل شوی نو د ښځو د تولیدي لاسي صنایعو ودې لپاره هیڅ موسسه کار نه کوي او په دې برخه کې پروژه نه لري، د عاید یوازېنۍ لاره یې همدا د لاسي صنایعو پلور و چې له همدې لارې یې د خپلو   کورنیو نفقه برابروله.

دوي له دولت او موسسو غواړي چې د ښځو د تولیدي او لاسي صنایعو د بیاځلي غوړېدا لپاره عملي او مثبت اقدام وکړي، څو هغوی وکولی شي چې له خپل هنر نه په استفادې د عاید ترڅنګ دغه صنعت وساتل شي او له یوه نسله بل ته دوام وکړي.

 

ټیګونه