د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ایران له مرستیال سفیر سره کتلي
Jun 01, 2023 05:32 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په کابل کې د ایران د سفیر له مرستیال ښاغلي سيد حسين مرتضوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د کابل په افشار کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د مرکز د کارونو، په بامیان کې د ایران له لوري د جوړېدونکي روغتون د کارونو د پرمختګ او په ننګرهار کې د شکرې د ناروغانو د درملنې لپاره جوړ شوي مرکز د روغتیايي خدماتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
دعامې روغتيا وزیر د ایران هېواد له همکارۍ مننه او قدردانی وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي خدماتو په برخه کې د ګډو همکاریو پر ښه والي یې ټینګار وکړ.
په دې ليدنه کې د ايران مرستيال سفير يو ځل بيا له افغانستان سره په روغتيايي برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ټیګونه