ننګرهار کې د داعش ډلې یو مهم قوماندان ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133792-ننګرهار_کې_د_داعش_ډلې_یو_مهم_قوماندان_ووژل_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشی
(last modified 2023-06-01T07:04:02+00:00 )
Jun 01, 2023 11:30 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې د داعش ډلې یو مهم قوماندان ووژل شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشی

وایي  تیره شپه د استخباراتو ادارې ځانګړو ځواکونو د دې ولایت  ښیوې ولسوالۍ په وچ تنګي سیمه کې عملیات ترسره کړل چې پکې د نوموړي پر وینا دداعش ډلې یو مهم پوځي قوماندان تراب له خپل یو بل ملګري سره له لږ وسله وال مقاومت وروسته ووژل شو.

مولوي صدیق الله قریشي په دې عملیاتو کې امینتي  ځواکونو او ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

 له څه مهال ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د یو مهم قوماندان د وژل کیدو خبر ورکول کیږي.

 داعش خواوشاه شپږ کاله وړاندې په لومړي وار په ننګرهار ولایت کې سر راپورته کړ.