د افغانستان په ټولو زونونو کې معیاري سړې خونې جوړېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133856-د_افغانستان_په_ټولو_زونونو_کې_معیاري_سړې_خونې_جوړېږي
د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د کروندګرو د حاصلاتو د ساتنې په موخه د دې هېواد په ټولو زونونو کې سړې خونې او معیاري تولیدي کارخونې جوړوي.
(last modified 2023-06-03T03:39:22+00:00 )
Jun 03, 2023 08:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ټولو زونونو کې معیاري سړې خونې جوړېږي

د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د کروندګرو د حاصلاتو د ساتنې په موخه د دې هېواد په ټولو زونونو کې سړې خونې او معیاري تولیدي کارخونې جوړوي.

د دغه وزارت تخنیکي مرستیال وايي، چې د دغو سړو خونو د جوړېدلو لپاره پر یوې تګلارې کار روان دی او په وروستي کېدو سره به یې په راتلونکي کې په دې برخه کې د کروندګرو ستونزې حل شي.

یو شمېر کروندګر او بڼوال هم د خپلو حاصلاتو د ساتنې لپاره په خپلو سیمو کې د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د راټولولو موسم رارسېدلی خو د کروندګرو او کارخونو لرونکو په وینا د معیاري سړو خونو نشتون د دوی پر وړاندې جدي ستونزه ده.