ازبکستان د افغانستان په بشري حالت اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133900-ازبکستان_د_افغانستان_په_بشري_حالت_اندیښنه_وښودله
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف په افغانستان کښې د بشري حالت په خرابیدا اندیښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-06-03T22:21:42+00:00 )
Jun 04, 2023 00:34 Asia/Kabul
  • ازبکستان د افغانستان په بشري حالت اندیښنه وښودله

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف په افغانستان کښې د بشري حالت په خرابیدا اندیښنه څرګنده کړه.

هغه وړمه ورځ د اروپايي اتحادیې او د مرکزي اسیا د هیوادونو د مشرانو په دوهمې غونډې کښې چې په قیرغیزستان کښې وشوه وویل د افغانستان بشري حالت مخ په خرابیدا دی.

میرضیایف په دې خبرې سره چې همدا اوس د افغانستان میلیونونه خلک د ژوندي پاتې کیدا هڅه کوي په اروپايي هیوادونو غږ ورکړ چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کښې د خواړو د نړیوال پروګرام مدیر «هسیائو وي لي» هم د مي د تیرې  میاشتې په څوارلسمه نیټه په دغه هیواد کښې په انساني حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي وو هره ورځ د افغانستان شل میلیونه خلک د خوړولو لپاره کافي خواړه نلري او هغوې وږي ویده کیږي.