طالبان له نړیوالې ټولنې سره د نظر اختلاف لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134072-طالبان_له_نړیوالې_ټولنې_سره_د_نظر_اختلاف_لري
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ په قطر کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین اعتراف وکړ چې دغه حکومت د ښځو او د انجلیو د زده کړې او د کار په هکله له نړیوالې ټولنې سره د نظر اختلاف لري.
(last modified 2023-06-07T22:22:20+00:00 )
Jun 07, 2023 23:49 Asia/Kabul
  • طالبان له نړیوالې ټولنې سره د نظر اختلاف لري

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ په قطر کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین اعتراف وکړ چې دغه حکومت د ښځو او د انجلیو د زده کړې او د کار په هکله له نړیوالې ټولنې سره د نظر اختلاف لري.

د طالبانو حکومت دوه کاله کیږي چې په افغانستان کښې واک په لاس کښې اخیستی دی خو هماغه راز له شپږم ټولګي څخه برخه د انجلیو له زده کړې او د ښځو له کار سره مخالفت کوي.

په قطر کښې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پرون وویل د ښځو د زده کړې مسله باید د اسلامي اصولو پراساس حل شي او په دې هکله د نړیوالې ټولنې شرایط د منلو وړ نه دي..

هغه ادعا وکړه هغو غونډو ته په پام سره چې د بهرنیو هیوادونو له چارواکو سره شوي دي داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه سوکه سوکه د افغانستان واقعیتونه مني.

سهل شاهین په نړیوالې ټولنې غږ وکړ  چې په کابل باندې د دباو د راوړلو پرځاې د ملګرتیا او د تعامل لاره غوره کړي.