طالبان له نړیوالې ټولنې سره د نظر اختلاف لري
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ په قطر کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین اعتراف وکړ چې دغه حکومت د ښځو او د انجلیو د زده کړې او د کار په هکله له نړیوالې ټولنې سره د نظر اختلاف لري.
د طالبانو حکومت دوه کاله کیږي چې په افغانستان کښې واک په لاس کښې اخیستی دی خو هماغه راز له شپږم ټولګي څخه برخه د انجلیو له زده کړې او د ښځو له کار سره مخالفت کوي.
په قطر کښې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پرون وویل د ښځو د زده کړې مسله باید د اسلامي اصولو پراساس حل شي او په دې هکله د نړیوالې ټولنې شرایط د منلو وړ نه دي..
هغه ادعا وکړه هغو غونډو ته په پام سره چې د بهرنیو هیوادونو له چارواکو سره شوي دي داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه سوکه سوکه د افغانستان واقعیتونه مني.
سهل شاهین په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په کابل باندې د دباو د راوړلو پرځاې د ملګرتیا او د تعامل لاره غوره کړي.