چین په افغانستان کې پانګونې ته لیواله دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134142-چین_په_افغانستان_کې_پانګونې_ته_لیواله_دی
د افغانستان د طالبانود حکومت د انرژۍ او کانونو وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره لیده کاته وکړل.
(last modified 2023-06-09T03:09:11+00:00 )
Jun 09, 2023 07:35 Asia/Kabul
  • چین په افغانستان کې پانګونې ته لیواله دی

د افغانستان د طالبانود حکومت د انرژۍ او کانونو وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره لیده کاته وکړل.

افغانستان د ډيرو او ډول ډول کانونو له شتون سره سره تر دې دمه نه دی توانیدلی، د اقتصادي حالاتو د ښه کیدا لپاره له دغه الهي موهبت څخه ګټه پورته کړي.د هغو مختلفو ارزونو په اساس چې د افغانستان د معدني زیرمو په باب تر سره شوي دي،دغه هیواد د تیلو،ګیسو،مسو،ډبرینو سکوَرو،وسپنې ،طلا ،یورانیمو اولیتّیمو پشمول ډير زیات کانونه لري.

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د نرژۍ او کانونو د چارو وزیر شهاب الدین دلاؤر په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره په کتنې کې د قشقری تیلی څاګانو او د عینکو د مسو د کانونو د کندلو د کار د پيلولو په باب سره خبرې وکړې. په دغې کتنې کې شهاب الدین دلاؤر ددغو پروژو د زر پیلولو  غوښته وکړه.

له دې مخکې هم په افغانستان کې د چین سفیر په مختلفو برخو کې د پانګونې په اړه له ځينو طالب چارواکو سره د دواړوهیوادونو د تجارتي اړیو د څرنګوالي او د اقتصادي پراختیا  په باب خبرې اترې کړي دي.