په افغانستان  کې د سمنټودتوليد (۵) لويې کارخونې جوړېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134696-په_افغانستان_کې_د_سمنټودتوليد_(۵)_لويې_کارخونې_جوړېږي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور کندهار ولايت  ته د خپل سفر پرمهال د یوې غوڼدې په مهال په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د سمنټو (۵) لويې کارخونې جوړېږي.
(last modified 2023-06-20T07:53:09+00:00 )
Jun 20, 2023 12:11 Asia/Kabul

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور کندهار ولايت  ته د خپل سفر پرمهال د یوې غوڼدې په مهال په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د سمنټو (۵) لويې کارخونې جوړېږي.

په افغانستان  کې د سمنټودتوليد (۵) لويې کارخونې جوړېږي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور کندهار ولايت  ته د خپل سفر پرمهال د یوې غوڼدې په مهال په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د سمنټو (۵) لويې کارخونې جوړېږي.

ښاغلي دلاور زیاته کړه چې د یادو کارخونو په جوړېدو سره به افغانستان د سمنټو له پلوه پر خپل ځان بسیا ينې ته ورسيږي او د سلګونه میلیونه ډالرو چې د سمنټو د اخستلو لپاره له افغانستان څخه وتلې مخه ونیول شي.

افغانان دې کار ته خوښ دي او وایي چې دې ته ورته نور پراختیايي کارونه هم وشي.

محمد یعقوب دغزني ولایت یو تن اوسیدونکی دی په دې اړه داسې وایي .

داسې ویل شوي چې دسمنټو يادې کارخونې په  کندهار، هرات، جوزجان، پروان، او لوګر، ولایتونو کې جوړیږي.

ویل کیږي دمګړۍ په افغانستان کې د غوري او جبل السراج سمنټو کارخونې فعالې دي، چې تر یوه  حده یې د سمنټو اړتیا په هېواد دننه پوره کړې ده.

بایدو وویل شي چې د میدان وردګو ولایت په (جغتو اوسید آباد) ولسوالیو کې د خوراکي توکو او اوبو مصؤنیت ترنامه لاندې (۲۵) بیلابیلې پروژې تکميلې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.