کابل د پاکستاني طالبانو او اسلام آباد ترمینځ د مینځګړیتوب وړاندیز کړی
طالبان مدعي شول چې د شخړو د ختمولو په موخه د پاکستان د تحریکِ طالبان او د اسلام آباد د حکومت ترمینځ د مینځګړیتوب د رول لوبولو ته تیار دي
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ترهګرو ډلو ته په افغانستان کښې د پاتې کیدو اجازه نه ورکول کیږي، وویل: کابل د اسلام آباد د حکومت د پاکستان تحریکِ طالبان ترمینځ مینګړیتوب ته تبار دی ځکه چې نه غواړي په سیمه کښې شخړه موجوده وي.
مجاهد زیاته کړه: که پاکستاني لوری وغواړي چې مونږ مینځګړیتوب وکړو او پوه شو چې دا مینځګړیتوب اغیزناک دی نو بیشکه به دا کار وکړو او د سیمې په ګټه به وي، مونږ غواړو چې په سیمه کښې جنګ نه وي.
مجاهد یوځل بیا د افغانستان په خاوره کښې د پاکستان د طالب ځواکونو د شتون او فعالیت په هکله د اسلام آباد له خوا د مطرح شویو تورونو په ځواب کښې وویل: د پاکستان تحریکِ طالبان ډله په افغانستان کښې نشته او ورته به د فعالیت اجازه ور نه کړې شي.
د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې دغه ډله د پاکستان له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکه نه لري، نه یې لګښتونه پوره کوي او نه ترې ملاتړ کوي.
د ویلو ده چې پاکستاني چارواکي د دغه هیواد تحریکِ طالبان ډله، د هیواد لپاره ترټولو ستر خطر او ټروریسټي ګواښ ګڼي.