د چین له کریډور سره د افغانستان یوځای کیدا ته لیواله یوو
(last modified Thu, 29 Jun 2023 00:45:33 GMT )
Jun 29, 2023 05:15 Asia/Kabul
  • د چین له کریډور سره د افغانستان یوځای کیدا ته لیواله یوو

 د چین او افغانستان پوله دوه نوي کلومیټره او د افغانستان په شمال  ختیځ کې  د  واخان نري کریډور په انتها کې واقع دی.

د افغانستان د تجارت او صنعت  وزارت د چین ون بیلټ ون روډ  کریډور سره د  واخان  سترې لارې  په وسیله   چین سره د یوځاي کیدا لپاره  د افغانستان  د  حکومت د لییوالتیا   خبر ورکړ.

د افغانستان دصنعت او تجارت د وزارت ویندوي  اخوندزاده  عبدالسلام جواد  پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل، ، د چین   ون بیلټ ون روډ پروژې سره  د  دافغانستان یو ځای کیدا،  د سیمې له هیوادونو سره د  راکړې و رکړې په زیاتیدا او ددغه هیواد په عایداتو زیاتیدا کې  مهم رول لري او  له بل پلوه  چین  له ایران او عربو هیوادونو سره  ګڼدي.

عبدالسلام  ج واد  طلوع نیوز ته ووئیل، د مونږ یوه مهمه غوښته  له  چین سره د  واخان له لارې  یو ځاي کیدا ده او په دې زمینې  کې  تقریبا درست کارونه ترسره شوي دي  او دواړه لوري ګروهمن دي چې  افغانستان  د واخان  له لارې  چین سره وصل شي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د تجارت او پانګونې د کوټې د مدیره پلاوی یوه مسئول مقام خان جان الکوزي هم په دې باب ووئيل،  دغه لاره   فارس خلیج او تور سمندر ته ترټولو نزدې لاره  ده.

 د چین او افغانستان پوله دوه نوي کلومیټره او د افغانستان په شمال  ختیځ کې  د  واخان نري کریډور په انتها کې واقع دی.

 

ټیګونه