که له امریکامتاثر وائ نو تر دې دمه په رسمیّت پیژندل  کیدو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135222-که_له_امریکامتاثر_وائ_نو_تر_دې_دمه_په_رسمیّت_پیژندل_کیدو
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ووئيل که طالبان له  امریکا سره اړونده وائ، نو له ظالمانه بندیزونو سره به مخ نه وائ .
(last modified 2023-07-02T21:11:07+00:00 )
Jul 03, 2023 01:36 Asia/Kabul
  • که له امریکامتاثر وائ نو تر دې دمه په رسمیّت پیژندل  کیدو

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ووئيل که طالبان له  امریکا سره اړونده وائ، نو له ظالمانه بندیزونو سره به مخ نه وائ .

د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي  د کابل  واشنګټن د اړیکې په باب د ځینو پخوانیو افغان چارواکو دتورونو په  غبرګون کې  ووئيل ،که  له امریکا متاثر وائ ونو تر دې دمه به په رسمیّت پيژندل شوي وو.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د طالبانو  دحکومت ویندوی ذبیح ا.... مجاهد پرون له امریکا سره  په اړیکو   دنیوکو په غبرګون کې  ټينګار کړی، طالبان پخپلو فیصلو کې خپلواکه دي او  دا د غلامئ په معنا نه ،بلکې  آزادۍ په معنا دي ، طالبان  که غلامان وائ ،نو تر دې دمه به په رسمیّت پيژندل شوي وو.

ذبیح ا... مجاهد  د افغانستان د پخوانی نظام چارواکو ته په خطاب کې ووئيل، له دې مخکې د تاسو په هیواد کې په زرګونو امریکائي پوځیان ګرځيدل او تاسو د هغوی په مریّتوب کې  ورڅخه د ډالرو  امتیازونه اخستل ،په مقابل کې مو هم تر شلو کلونو پورې د مونږ دمسلمان ملت   په ضد مو دهغوی جاسوسۍ وکړې ، د دوی کورونه مو تباه کړل، بمبارۍ مو پرې وکړې  او پر دوي مو ظلمونه وکړل اوس دتاسو هیواد پخپلو ټولو فیصلو کې خپلواکه دی . دا د غلامئ او مریّتوب نه ،بلکې د خپلواکۍ په معنا دی.

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی  په دوام کې بیا ووئيل که طالبان له  امریکا سره اړونده وائ، نو له ظالمانه بندیزونو سره به مخ نه وائ .

داپه داسې  حال کې دي چې د افغانستان د پخواني حکومت ځینو لوړپوړو چارواکو  تور لګولی چې طالبان په افغانستان کې د  امریکایانو د کرائې ځواک دی.