که له امریکامتاثر وائ نو تر دې دمه په رسمیّت پیژندل کیدو
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ووئيل که طالبان له امریکا سره اړونده وائ، نو له ظالمانه بندیزونو سره به مخ نه وائ .
د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي د کابل واشنګټن د اړیکې په باب د ځینو پخوانیو افغان چارواکو دتورونو په غبرګون کې ووئيل ،که له امریکا متاثر وائ ونو تر دې دمه به په رسمیّت پيژندل شوي وو.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوی ذبیح ا.... مجاهد پرون له امریکا سره په اړیکو دنیوکو په غبرګون کې ټينګار کړی، طالبان پخپلو فیصلو کې خپلواکه دي او دا د غلامئ په معنا نه ،بلکې آزادۍ په معنا دي ، طالبان که غلامان وائ ،نو تر دې دمه به په رسمیّت پيژندل شوي وو.
ذبیح ا... مجاهد د افغانستان د پخوانی نظام چارواکو ته په خطاب کې ووئيل، له دې مخکې د تاسو په هیواد کې په زرګونو امریکائي پوځیان ګرځيدل او تاسو د هغوی په مریّتوب کې ورڅخه د ډالرو امتیازونه اخستل ،په مقابل کې مو هم تر شلو کلونو پورې د مونږ دمسلمان ملت په ضد مو دهغوی جاسوسۍ وکړې ، د دوی کورونه مو تباه کړل، بمبارۍ مو پرې وکړې او پر دوي مو ظلمونه وکړل اوس دتاسو هیواد پخپلو ټولو فیصلو کې خپلواکه دی . دا د غلامئ او مریّتوب نه ،بلکې د خپلواکۍ په معنا دی.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی په دوام کې بیا ووئيل که طالبان له امریکا سره اړونده وائ، نو له ظالمانه بندیزونو سره به مخ نه وائ .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د پخواني حکومت ځینو لوړپوړو چارواکو تور لګولی چې طالبان په افغانستان کې د امریکایانو د کرائې ځواک دی.