په کابل کې د انګلیس د سفارت پرانیستلو غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135822-په_کابل_کې_د_انګلیس_د_سفارت_پرانیستلو_غوښتنه
د انګلیس د دفاعي کمېټې رییس ویلي چې لندن باید په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي او له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي.
(last modified 2023-07-17T05:03:05+00:00 )
Jul 17, 2023 09:31 Asia/Kabul
  • په کابل کې د انګلیس د سفارت پرانیستلو غوښتنه

د انګلیس د دفاعي کمېټې رییس ویلي چې لندن باید په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي او له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي.

د انګلیس د دفاعي کمېټې رییس «توبیاس اېلووډ»  چې څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی و، ټلګراف ورځپاڼې ته یې ویلي چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره له طالبانو سره تعامل ته اړتیا ده.

هغه په افغانستان کې پر ښځو لګېدلو بندیزونو ته په اشارې ویلي چې د دغو بندیزونو لرې کېدو لپاره باید د طالبانو له سرپرست حکومت سره له نږدې خبرې وشي.

هغه ټینګار کړی  چې له طالبانو سره د خبرو لپاره اړتیا ده چې انګلیس په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د انګلیس په ګډون ګڼو هېوادونو له افغانستان څخه خپل سفارتونه قطر ته ولېږدول.

اوس مهال په افغانستان کې د چین، پاکستان، هند، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو سفارتونه پرانیستې دي.