د پاکستان دښمانان له افغانستانه پر مونږ بریدونه کوي جزیات دلته لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135834-د_پاکستان_دښمانان_له_افغانستانه_پر_مونږ_بریدونه_کوي_جزیات_دلته_لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو ځل بیا ویلي چې، ''دوی پخپله خاوره شاوخوا شپږ میلیونه افغانانو ته پناه ورکړې، خو مقابل کې یې د پاکستان دښمنان په افغانستان کې خوندې ځايونه لري او له هغه ځايه پر موږ بريدونه کوي.
(last modified 2023-07-17T06:29:09+00:00 )
Jul 17, 2023 10:28 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو ځل بیا ویلي چې، ''دوی پخپله خاوره شاوخوا شپږ میلیونه افغانانو ته پناه ورکړې، خو مقابل کې یې د پاکستان دښمنان په افغانستان کې خوندې ځايونه لري او له هغه ځايه پر موږ بريدونه کوي.

خواجه آصف له ايکسپرس نیوز سره په خبرو کې ويلي، د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان خاوره پر پاکستان د برید لپاره کاروي چې له فعالیته یې ښه خبر یوو او موږ دا اندېښنې په کابل کې له طالبانو سره هم شریکې کړې دي.

خواجه آصف زياته کړې افغان کډوالو ته پناه ورکول مو لویه تېروتنه وه او اوس د خپلې دې تېروتنې سزا وينو.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي او له پاکستان سره د یوه ښه ګاونډي په توګه چلند کوي.

ښاغلي مجاهد ویلي که پاکستان ثبوتونه لري نو باید افغان حکومت ته یې ورکړي هغوی به پرې اقدام وکړي.

بلخوا د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني هم منلې چې دوی په پاکستان کې شتون لري او خپل بریدونه له هماغه ځایه تنظیموي.

د سياسي چارو يو شمېر شنونکي بيا وايي پاکستان په اوسنیو شرایطو کې له سختو ننګوونو سره مخ دی او غواړي خپله ملامتي په نورو واچوي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف دغه څرګندونې بلوچستان کې له تازه خونړیو بریدونو وروسته کړې دي چې نهه پاکستاني پوځیان په کې ووژل شول.