د افغانستان هیواد او خلک هیچا ته تاوان او زیان نه رسوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135964-د_افغانستان_هیواد_او_خلک_هیچا_ته_تاوان_او_زیان_نه_رسوي
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی پرون  کابل ته تللی او له امیر خان  متقی سره ئې کتلي دي
(last modified 2023-07-20T04:34:12+00:00 )
Jul 20, 2023 09:01 Asia/Kabul
  •  د افغانستان هیواد او خلک هیچا ته تاوان او زیان نه رسوي

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی پرون  کابل ته تللی او له امیر خان  متقی سره ئې کتلي دي

د افغانستان دطالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون ناوخته په کابل کې   د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانانو هیچا ته زیان نه دی رسولی او دوي له افغانستانه پر نورو هېوادونو د بریدونو مخه نیسي.

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس  له قوله راپور راکړ، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی پرون  کابل ته تللی او له امیر خان  متقی سره ئې کتلي دي .

کابل ته د آصف دراني دا سفر څو ورځې وروسته له دې کېږي چې د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د پاکستانيو پوځیانو پر پوستو د وسله والو له وروستیو بریدونو وروسته د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې  دغه  ډول بریدونه د زغملو وړ نه دي او که د افغانستنا طالبان په دغه هیواد کې  څه ونه کړي، نو د پاکستان دامنیتي ځواکونو له اغیزشیندونکي ځواب سره به مخامخ شي."

د پاکستان پوځ   هم څو  ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې  ویلي وو چې د اسلام آباد بله مهمه اندېښنه په پاکستان کې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغان وګړو ګډون دی چې باید ورته پام وشي.

خو د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي چې ښاغلي متقی د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي ته ویلي چې افغانان هېڅکله هیچا ته زیان نه رسوي.

امیرخان متقي دغه راز په دغې کتنې کې وئیلي دي ، مونږ به اجازه ورنکړو چې زموږ خاوره د هیڅ هیواد پر ضد وکارول شي او تل په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې کوو.

هغه دغه راز    له آصف دراني سره په کتنه کې د افغانستان د اقتصادي  ودې، د پروژو د پیل او د دواړو لورو ترمینځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره «ډېر ښه فرصت» اعلان کړ.

 داپه داسې حال کې دي چې د پاکستانيو چارواکو په وینا په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته له رسیدو  وروسته په پاکستان کې د هغو پاکستاني طالبانو یا هماغه ټي ټي پي ترهه ګرو  بریدونه زیات شوي دي چې زیاتره په افغانستان  کې دیره دي ،خو  د افغانستان طالبان د پاکستانيو چارواکو دغه ادعا ردوي.