د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ازبیکستان ته ماتې ورکړه
Jul 25, 2023 09:10 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د منځنۍ آسیا د فوټسال سیالیو د ګروپي پړاو په دویمه لوبه کې ازبیکستان ته د ۴ پر ۳ په توپیر ماتې ورکړه.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ګروپي پړاو دویمه لوبه وګټله.
په دې لوبه کې د هېواد ملي لوبډله په لومړي سر کې د ازبیکستان له لوبډلې څخه شاته شوه، خو بیا یې لوبه مساوي کړه او د لوبې په وروستیو دقیقو کې د حمید رضا لخوا د ګول په وهلو سره ۴ پر ۳ په توپير سره بریا خپله کړه.
په همدې حال کې د هېواد د فوټسال ملي ټيم په لومړۍ لوبه کې د قرغزستان ټيم ته ماتې ورکړې وه.
ټیګونه