Jul 28, 2023 04:35 Asia/Kabul
  • افغانان دې له هر ډول تفرقې او اختلاف ځان وساتي

د افغانستان مخکيني ولسمشر محمداشرف غني د عاشورا ورځې په اړه يوه پيغام کې ويلي چې افغانان دې له هر ډول تفرقې او اختلاف څخه ځان وساتي.

د سلام وطندار د خبر له مخې، نوموړي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې ليکلي، افغانان دې له تفرقې لاس واخلي او د محرم نمانځنه دې پر يووالي او ورورولۍ بدله کړي.

هغه ليکلي: «د کربلا حماسه د اسلام او مسلمان حماسه ده، د مذاهبو له پولو وتلې او د مسلمانانو په ټولو مذهبونو کې ورګډه ده. له دې امله باید دا ورځ د بېلتون پر ځای، زموږ د یووالي او پیوستون نښه وي.»

مخکیني ولسمشر ټینګار کړی چې د مسلمانانو مذهبونه (سُني او شیعه) د خواخوږۍ، ورورولۍ او ګډ ژوند له درسونو مالامال دي او د کربلا حماسې نمانځنه باید د مسلمانانو د لوړو ارزښتونو ښکارندويي وکړي او هم حضرت محمد (ص) ته د بشپړ درناوي نښه واوسي.

مخکيني ولسمشر له دې وړاندې د اختريزو پيغامونو تر څنګ، د نورو مناسبتي او مذهبي ورځو په اړه هم ورته پيغامونه ورکړي او له افغانانو یې غوښتي چې یو د بل تر څنګ د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.

ټیګونه