د سویلي کوریا د تکوانډو په نړیوالو سیالیو کښې د افغانستاني لوبغاړي بریا
(last modified Sat, 12 Aug 2023 11:23:00 GMT )
Aug 12, 2023 15:53 Asia/Kabul
  • د سویلي کوریا د تکوانډو په نړیوالو سیالیو کښې د افغانستاني لوبغاړي بریا

د تکوانډو افغانستاني لوبغاړي د جنوبي کوریا په سیالیو کښې د سرو زرو میډل وګټه

افغانستاني تکوانډوکار وتوانیده چې د سویلي کوریا په آزادو سیالیو کښې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره، د سرو زرو میډل وګټي.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، افغانستاني تکوانډوکار علي اکبر امیري په جنوبي کوریا کښې د تکوانډو په آزادو سیالیو کښې د سرو زرو میډل ترلاسه کړ.

د افغانستان د تکوانډو په فیډریشن کښې مسئولانو په دې هکله وویل چې امیري له کاناډا، قزاقستان، کوریا او نایجیریا څخه خپلو سیالانو ته ماتې ورکوړه او په دغو سیالیو کښې د سرو زرو د میډل په ترلاسه کولو کښې کامیاب شو.

د نړۍ له ۶۰ هیوادونو څخه د څه باندې ۵۰۰ تکوانډو کارانو ترمینځ په جنوبي کوریا کښې آزادې سیالۍ له پرون څخه پيل شوې دي.

له دې مخکښې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله هم کامیابه شوې وه چې په کافا سیالیو کښې په ځلیدو سره، د نړۍ په رتبه بندۍ کښې خپل مقام بهتر کړي او ۶۲نمبر ته ورسید.

 

ټیګونه