په افغانستان کې ۷.۲ میلیونه وګړي د قحطۍ په درشل کې دي
سره صلیب په افغانستان کې د اقتصادي بحران په اړه په یوه راپور کې اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دغه هیواد کې ۱۵،۵ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
نړیوال سره صلیب په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي دي په دغه هیواد کې ۷ میلیونه خلک د قحطۍ سره مخ دي.
افغان غږ خبری آژانس وایی سره صلیب په افغانستان کې د اقتصادي بحران په اړه په یوه راپور کې اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دغه هیواد کې ۱۵،۵ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
راپور زیاتوی چې په افغانستان کښې په تیرو دریو کلونو کښې وچکالۍ او په تیرو دوو کلونو کښې اقتصادی بحران د دغه هیواد د خلکو اړتیاوې زیاتې کړی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، چې تر اوسه په پراختیايي برخه کې مرستې نه دي شوي او په افغانستان کې د اقتصادي ننګونو د حل لپاره یې لویې اقتصادي پروژې پیل کړي دي.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانوله رامنځته کیدو وروسته مرستندویه ادارو په ځلونو د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د فقر د زیاتوالي او د بودیجې د نشتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.