طالبانو د بغلان ولایت ځینې کورنۍ له کورونو ایستلي دي
شفقنا خبري اژانس پرون په بغلان کښې د ځايي سرچینو په قول راپور ورکړی طالبانو څو کورنۍ له ولسي مقاومت جبهې سره د ملګرتیا کولو په تور په دغه ولایت کښې د خپلو کورنو پریښودو ته مجبوره کړي دي.
تراوسه پينځلس کورنۍ د افغانستان د ملي مقاومت له جبهې سره په ملګرتیا کولو تورنې شوي دي او له بغلان ولایت څخه نورو ځایونو ته کوچیدا ته مجبوره کړې شوي هم دي.
دغو خبرو سرچینو وویل طالبانو له تیرو دریو ورځو راهسې دغه کورنۍ د بغلان ولایت په خوش دره او خاووش کلیو کښې په زوره کډه کولو ته مجبوره کړي دي او د دغو کورنیو غړي یې وهلي ټکولي هم دي.
طالبانو د دغه ولایت د دوو کلیو ځینو وسیدونکو ته د خپلو کورونو د پریښودلو لپاره اته څلویښت ساعته مهلت ورکړی دی.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه واک ته د طالبانو ډلې له رسیدا لږ شان وروسته له دغه ډلې سره د مقابلې لپاره جوړه شوي ده.
د افغانستان د جهاد د وخت ارواښاد قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د دغه جبهې مشرۍ پرغاړه لري.