د آغاخان کلتوري بنسټ په غزني کې د باباجي تاریخي جومات رغوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137724-د_آغاخان_کلتوري_بنسټ_په_غزني_کې_د_باباجي_تاریخي_جومات_رغوي
په غزني کې چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د آغاخان کلتوري بنسټ له لوري د باباجي تاریخي جومات بیارغول کېږي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Aug 28, 2023 10:57 Asia/Kabul
  • د آغاخان کلتوري بنسټ په غزني کې د باباجي تاریخي جومات رغوي

په غزني کې چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د آغاخان کلتوري بنسټ له لوري د باباجي تاریخي جومات بیارغول کېږي.

د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، نن د آغاخان کلتوري بنسټ پلاوي غزني کې له یاد جومات څخه په لیدنې سره وویل چې په دغه ولایت کې د باباجي په نوم تاریخي جومات د بیارغونې او استحکام بندۍ چارې به ډېر ژر پیل شي.

د یاد پلاوي مشر انجنیر فضل‌کریم احمدي وویل چې هوا مخ په سړېدو ده، د دوی بنسټ به سږ کال یوازې د باباجي تاریخي جومات د بیارغوني لپاره د استحکام بندۍ لومړني کارونه ترسره کړي، څو د اساسي رغوني مودې لپاره یې د نړېدو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه، د دوی مسلکي کسانو نن د دغه تاریخي جومات سروې، براورد او اسناد بشپړ کړي، څو په راتلونکي کال کې د یاد جومات د اساسي رغونې لپاره د یاد بنسټ له لوري کړنې ترسره شي.

په ورته وخت کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور مشر حمیدالله نثار د آغاخان کلتوري بنسټ له غه کاره هرکلی کوي او وایي چې د باباجي تاریخي جومات اوږده تاریخي مخینه لري او د یاد جومات اساسي رغول مهم دي.

د یادونې ده، غزني د افغانستان یو له لرغونو او تاریخي ولایتونو څخه دی چې ډېر شمېر تاریخي ځایونه لري، د دغو ځایونو یو شمېر په ۲۰۱۳ میلادي کال کې چې غزني د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شو، رغول شوې او ځینې نورې یې رغونې ته اړتیا لري.