دداخلی او بهرنیو پانګوالو لپاره دې آسانتیاوې برابرې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138680-دداخلی_او_بهرنیو_پانګوالو_لپاره_دې_آسانتیاوې_برابرې_شي
د افغانستان د طالبانو رهبر دپه دغه هیواد کې د داخلی او بهرنیو پانګوالو د آسانتیاؤ لپاره  یو  کمیشن جوړ کړ.
(last modified 2023-10-10T13:25:45+00:00 )
Sep 18, 2023 05:06 Asia/Kabul
  •  دداخلی او بهرنیو پانګوالو لپاره دې آسانتیاوې برابرې شي

د افغانستان د طالبانو رهبر دپه دغه هیواد کې د داخلی او بهرنیو پانګوالو د آسانتیاؤ لپاره  یو  کمیشن جوړ کړ.

تسنیم خبری آژانس  راپور ورکړ، دافغانستان د طالبانو مشر ملاهبت ا... اخوند زاده پرون  د داخلی اوبهرنیو  پانګوالو  لپاره دلازمو آسانتیاؤ دبرابرولو په لړ کې  د حکومت د مشر د  اقتصادي مرستیالۍ په سرپرستۍ کې  دپانګونې د  یوه بین الوزارتي  کمیشن د جوړولو  فرمان صادر کړ.

ددغه فرمان په اساس ، ددغې کمیټې لارښونه  د طالبانو دحکومت  مشر د اقتصادي مرستیال  ملاعبدلغني  برادر سره ده او  مقدماتي غونډه ئې هم په شنبې ورځې جوړه شوې ده .

په دغې ناستې  کې  داقتصادي مرستیالۍ  ځانګړي منشي عبدا... عزام  و وئيل، په افغانستان کې  د پانګونې په زمینې کې ډیر فرصتونه شته دي او دغه کمیټې  دداخلی او بهرنیو پانګوالو لپاره  لازم سهولتونه برابروي او  په اماراتي ادارو کې د بیوروکراسۍ  د  نیمګړتیاؤ او ترینګلتیاؤ  مخنیوی کوي.

د افغانستان د اقتصادي کمیشن د تخنیکی کمیټې  مشر ذبیح ا.. ناصر  چې  بین الوزارتی   پانګونې دکمیټې  مسئولیّت هم په غاړه لري په دغې ناستې کې ټينګار کړی،  دمونږ هدف  په یوه چورلیزتوب سره ددغه پلان په مرحلو کې د شفافیّت ،  او پانګونې په بهیر کې چټګتیا  او د پانګوالو او د وزارتونو ترمینځّ د غږملتیا آسانول دي.