د هرات زلزله ځپلو ته د بهرنیو موسسو په بې پامۍ د طالبانو نیوکه
د طالبانو د حکومت یو غړي د افغانستان په لویدیځ کښې له زلزله ځپلو سره د بهرنیو موسسو د ملګرتیا او مرستې په نه کولو نیوکه وکړه.
د طالبانو د حکومت یو غړي د افغانستان په لویدیځ کښې له زلزله ځپلو سره د بهرنیو موسسو د ملګرتیا او مرستې په نه کولو نیوکه وکړه.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د رسندوي مرکز مشر «مولوی نعیم الحق حقاني» نن د هرات له زلزله ځپلو سیمو له کتنې وروسته وویل چې بهرنیو مرستندویه موسسو چې تل د ښځو او ماشومانو له حقوقو د دفاع ادعاوې کوي، تراوسه یې له زلزله ځپلو سره هیڅ مرسته نه ده کړې.
هغه زیاته کړه چې د هرات په وروستۍ زلزله کښې زیاتره ښځې او ماشومان مړه او ژوبل شوي دي.
حقاني د کابل د حکومت د مختلفو ارګانونو له مرستې په قدرونې سره وویل: دا د ټولو افغانانو ګډ درد دی او باید له دې دردوونکې پیښې څخه د یو بل په مرستې سره تیر شو.