هرات کښې نن بیا سخته زلزله راغله او خلک یې ویرول
(last modified Wed, 11 Oct 2023 05:18:11 GMT )
Oct 11, 2023 09:48 Asia/Kabul
  • هرات کښې نن بیا سخته زلزله راغله او خلک یې ویرول

زمونږ خبریال راپور راکړی هرات او شاوخوا ولایتونو کې نن سهار وخته یو ځل بیا سخته زلزله وشوه او خلک یې له خوبه پاڅول.

دغه زلزله نن چهارشنبه د سهار په پنځو بجو او ۱۳ دقیقو وشوه.

د سېمې اوسيدونکي وايي، دا چې تېرې زلزلې خلک سخت ویرولي، دا ځل هم د سختې ویرې له امله سهار وخته په ساړه هوا کې له خپلو کورونو ووتل.

د زلزلې سنجولو نړیوالو سرچینو لیکلي چې نن سهار هلته دوې زلزلې شوي چې د یوې شدت د ریختر په کچه ۵ او د بلې شپږ اعشاریه درې  رجې و.

دغه راز په بادغیس، فراه، غور او ځینو نورو ولایتونو کې هم د زلزلې ټکانونه حس شوي دي.

د یادونې وړ ده چې څلور ورځې وړاندې هم په هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې سخته زلزله شوې وه، خو ډیره مرګ ژوبله او زیانونه یې د هرات په زنده جان او غوریان ولسوالیو کې اړولي وو.

د هرات ځایي چارواکي وایي چې په دغو ولسوالیو کې ۲۵۰۰ کسان مړه او همدومره ټپیان شوي، دغه راز ۱۳ کلي له منځه تللي او نږدې ۱۵ سوه کورونه ړنګ شوي دي.

 

ټیګونه