د  خپلو وطنوالو کډوالود هرکلي لپاره هرډول پروګرامونه تیار دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140778-د_خپلو_وطنوالو_کډوالود_هرکلي_لپاره_هرډول_پروګرامونه_تیار_دي
په داسې حال کې چې له سبا څخه له پاکستانه د غیرقانوني پناه غواړو د ویتسلو لپاره د پاکستان الټمی میټم ختمیږي،ددغوپناه غواړو  په چارو د غور لپاره طالبانو لوړ کمیشن جوړ کړی دی.
(last modified 2023-10-31T06:43:00+00:00 )
Oct 31, 2023 10:33 Asia/Kabul
  • د  خپلو وطنوالو کډوالود هرکلي لپاره هرډول پروګرامونه تیار دي

په داسې حال کې چې له سبا څخه له پاکستانه د غیرقانوني پناه غواړو د ویتسلو لپاره د پاکستان الټمی میټم ختمیږي،ددغوپناه غواړو  په چارو د غور لپاره طالبانو لوړ کمیشن جوړ کړی دی.

له پاکستانه  دبهرنیو پناه غواړو لپاره د افغانستان د طالبانو لوړ کمیشن د ځانګړي پلان په رامینځةکولو سره په نظر کې لري، پخپل ټاټوبي کې دغو کډوالو ته  مالی آسانتیاوې  وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې له سبا څخه له پاکستانه د غیرقانوني پناه غواړو د ویتسلو لپاره د پاکستان الټمی میټم ختمیږي،ددغوپناه غواړو  په چارو د غور لپاره طالبانو لوړ کمیشن جوړ کړی دی.

د افغانستان د طالبانو حکومت په همداوروستوی کې د طالبانو د رهبر په فرمان ددغه کمیشن د تاسیس په اعلان سره  وئیلي وو،ددغه کمیشن په چوکاټ کې به مختلفې کمیټې ، دپناه غواړو دمنتقلولو ،تشخیص، ثبتیدا مسئولیّتونه په غاړه ولري او  ددوي لپاره  به لومړني ،روغتیائي او د سرپنا خدمات برابر  او وړاندې کړي.

ددغه  کمیشن د مسودې په اساس چې  په افغانستان کې رسندویو خپور کړی دی، طالبان په نظر کې لري ،څو په کابل او ولایتونو کې د مهاجرو ددایمي دیره کیدا لپاره مځکې په نظر کې ولري.

په د غو راپورونو کې وئيل شوي دي چې  طالبانو له پاکستانه بیرته ستانۀ شوو تاجرانو اوپانګوالو ته  د مالی امتیازونو اوآسانتیاؤ د ورکولو قول ورکړی دی.