له پاکستان څخه ۷ زره نور غیري قانوني افغان کډوال ویستل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140878-له_پاکستان_څخه_۷_زره_نور_غیري_قانوني_افغان_کډوال_ویستل_شوي
د پاکستان څخه تېره ورځ څه باندې ۷ زره افغان غیري قانوني کډوال ویستل شول
(last modified 2023-11-02T04:26:24+00:00 )
Nov 02, 2023 08:55 Asia/Kabul
  • له پاکستان څخه ۷ زره نور غیري قانوني افغان کډوال ویستل شوي

د پاکستان څخه تېره ورځ څه باندې ۷ زره افغان غیري قانوني کډوال ویستل شول

د پاکستان څخه تېره ورځ څه باندې ۷ زره افغان غیري قانوني کډوال ویستل شول

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه هېواد کې له څلور میلیونه څخه زیات افغانان میشت دي چې له یاد شمېر څخه یې یو میلیون او اوه سوه زره کسان د قانوني استوګنې اسناد نلري او باید پاکستان څخه ووځي.

د پاکستان د جنګ ورځپاڼې د خبر له مخې، د سل بندیانو په ګډون اوه زره او درې سوه افغان کډوال تېره ورځ د تورخم ښارګوټې له لارې افغانستان ته ولیږدول شول.

د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د غیرې قانوني افغان کډوالو د ویستلو په موخه د پولیسو له لورې عملیات پیل شوي او تر دا مهاله ۱۴۰ زره او ۳۲۲ افغان کډوال پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان هېواد سرچینې وایي، چې یو شمېر افغانان چې په عادي جرمونو باندې زنداني شي وو، هم له پاکستان څخه وتلو او افغانستان ته د ستنیدو په موخه له زندان څخه ازاد شوي دي.

بلخوا د کډوالو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله په تورخم ښارګوټې کې مسؤلین د یادو کسانو د خدمتونو او مدیریت کولو په موخه له ستونزو سره مخ شوي دي.

په تورخم سرحدي سیمه کې یوه پاکستاني چارواکی ویلي، په دې موخه چې زیات افغان غیرې قانوني کډوال افغانستان ته د ستنیدو په حال کې دي، احتمال شته چې د مدیریت کولو وضعیت یې له کنټرول څخه بهر شي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستان څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند ترسره کړي او دغه راز یې له دوی څخه غوښتي چې د افغان کډوالو له جبري ویستلو څخه ډډه وکړي او د دوی مالونو او سرونو ته پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ په بېړني ډول ودروي. دغه سازمان د نړۍ د هېوادونو د بشر حقونو څخه هم غوښتي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د مرستې په برخه کې د دوی مالي ملاتړ وکړي.

دغه سازمان ویلي چې د افغان کډوالو ویستل په ځانګړې ډول د میرمنو او نجونو زورول او نورې کړنې په جدي ډول د بشر حقونو څخه سرغړونه ده.